د ولسمشرۍ څوکې ته نوماندو درې تنو نوماندانو حامدکرزې ، داکتر عبدالله عبدالله او داکتر رمضان بشردوست له نورو نوماندانو څخه زیاتې رایې په هغو سمیو کې ترلاسه کړي چې د هغې سمیې خلک یې قوم پورې اړه درلوده. خو داسې ترسترګو کیږې چې د حامدکرزې ایتلاف له پیژندل شوېو قومې مشرانو سره ددې لامل ګرځیدلې چې د نورو قومونو زیات وګړي حامد کرزې ته راې ورکړي.
د زمری په ۲۹ مه د ترسره شویو ټاکنو پایلې که څه هم تراوسه په رسمې ډول نه دې اعلام شوي؛ خو د ځینو نوماندانو له لورې رسنیو ته په ورکړل شوېو او خپرو شویو ارقامو کې دا په ډاګه کیږې حامد کرزې چې یو پښتون دې زیاتې رای په سویل او ختیځ کې ترلاسه کړې دي په کومو کې چې اکثریت پښتانه قومونه ژوند کوي. خو داکتر عبدالله چې د پلار څخه پښتون ولې مور ېې د تاجک له قوم څخه ده او د تاجکانو له لورې یې ملاتړ کیږي خپلې زیاتې راېې دهیواد له شمال څخه چې ډیرۍ تاجک قومونه ورکې ژوند کوي ترلاسه کړي دي. دغه راز داکتر بشردوست خپلې زیاتې رایې له مرکزې ولایتونو څخه په کوموکې چې هزاره قومونه شتون لرې لاسته راوړي دي.
په هرازه میشتو او ازبک میشتو سیمو کې د حامد کرزې رایې ترنورو کاندیدانو زیاتې ښودل شوی دي. په ښکاره ډول سره له هزاره او ازبک قومونو څخه چې کرزې ته یې رای ورکړې ده، د محمد محقق او جنرال دوستم پلویان دي کومو چې لا له وړاندې د حامد کرزې څخه خپل ملاتړ اعلان کړې وو.
د کابل د لویدیځ یو تن اوسیدونکې ۵۳ کلن حیدر وایې هغه کرزې ته رای ورکړې ده پداسې حال کې چې له نوموړې سره یې علاقه هم نه درلوده. حیدر وایې د کرزې له کړنوڅخه په داتیرو څو کلونو راضې نه دی کوم یې چې دخلکو لپاره ترسره کړی دي. د هغه په وینا د کرزې دراتلونکو پنځو کلونو کارې پلان په اړه هیڅ معلومات نه لري؛ خو په ظاهر خپل قومې رهبر محقق ته درناوې کوي، همدا لامل دې چې کرزې ته یې رای ورکړې ده. نوموړې زیاتوي: "زه ددې لپاره کرزې ته رای ورکوم چې زمونږ رهبر (محمدمحقق)له مونږ څخه غوښتې چې هغه ته رای ورکړو."
۴۲ کلن سلیمان چې د کابل د لویدیځ اوسیدونکې او د حیدر ترڅنګ ناست وو د حیدر له خبرو سره همغږې په نظر راتلو، خو زیاته یې کړه اوس مهال کرزې د هزاره او ازبکو کاندید دی؛ ځکه ددغو دواړو قومونو مشرانو له کرزې څخه خپل ملاتړ اعلان کړې دې. هغه باور لرې چې کرزی ته رای ورکول د هزاره او ازبک قومونو یو مکلفیت دې. سلیمان زیاتوي:" که چیرې مونږ کرزې ته رای ورنه کړو، او هغه بریالی نه شي او یا بل نوماند بریالې شي، هغه به زمونږ لپاره کار ونه کړي، ځکه مونږ له هغه څخه ملاتړ نه دې کړی."
په همدې حال کې ځېنې رای ورکوونکې چې خپل قومیت ته ترټولو زیاته وفاداری څرګندوي، د خپلو قومې رهبرانو غوښتنو ته کومه ځانګړې پاملرنه نه کوي،.
د کابل د لویدیځ ۳۸ کلن داکتر نجیب وایی هغه بشردوست ته رای ورکړې ده. هغه باور لري چې په افغانستان کې ټولو وګړو د قومیت لمخې راې ورکړې ده، هغه د کندهار په ولایت کې د ټاکنو د یوه محل رایو ته ګوته نیسې او وایې رمضان بشردوست هلته یواځې درې رایې ترلاسه کړې دي. نجیب وایې:" وګورﺉ! بشردوست سره لدی چې د ټولو افغانانو لپاره یوه جام کړندود لري یواځې یې درې رایې د کندهار د رای ورکوونې په یوه محل کې ترلاسه کړي دي. په ګوته شمار خلکو هغه ته رای ورکړې ده کومو چې له قومې تړاک سره علاقه نه درلوده."
۲۸ کلن مبارک شاه چې د بدخشان ولایت اوسیدونکې دې له پورته ټکو سره همغږې دې. هغه وایې عبدالطیف پدرام ته یې خپله رای ورکړې ده، ځکه چې نوموړې یې قومې او له ده سره یې نظریه تر ډیره بریده یوشان ده.
بل لورې ته دننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې یوه بی سواده مېرمن د رای ورکوونې پرمهال د ټاکنو د خپلواک کمیسېون له کارکوونکي څخه مرسته غواړې او واېې چې د میرویس یاسینې نوم (کوم چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند او د ننګرهار د کامې ولسوالۍ څخه دې) ورته په نښه کړي.
د کابل ښار د رای ورکوونې په یوه مرکز کې رضاکار کارکوونکی جواد وایې یو شمېرڅارونکي او د سیاسي ګوندونو استازي هم خلک دې ته هڅوې چې د خپلې خوښې وړ نوماند ته یې کوم چې د دوې له قوم څخه وي رای ورکړي.
ددې ټولو سره سره که چیرې پورتنیو ننګونو چې هر یو یې په جلا جلا ډول د آزادو ، عادلانه او آګاهانه ټاکنو ته په خپل نوبت سره خطرونه شمیرل کیږي پاملرنه ونه کړو، نو د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاؤ تره سره کول به یوه لویه لاسته راوړنه وشمیرل شي؛ خو که چیرې په لږه اندازه د خلکو د پریکړه کولو په معیارونو کوم چې په ټاکنو کې ترسره کړي تامل وکړو نو دې ته متوجه کیږو چې د افغانستان زیاتره وګړي اوس هم د قومې معیارونو لمخې د خپلو قومې او سنتې رهبرانو په پریکړه رای کاروي.
زیات وخت پکار دی چې افغانان پدی وپوهیږي چې د هیواد رهبر د ځانګړو معیارونو لمخې غوره او و ټاکې کوم چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

