افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په دوهم پړاؤ کې قرار لري، ددغه هیواد وګړي چې تازه
د ولسواکۍ په لورې تازه ګامونه اخلي، او غواړې د زمرې په ۲۹ مه د ولسمشرۍ او ولایتې شوراګانو د لپاره خپل استازي د خپلو رایو د استعمالولو له لارې غوره کړي.
څرنګه چې دغه هیواد کې اوسمهال جنګ جګړې روانې دي، په سویلې او سویل ختیځو ولایتونو کې حالات کړکیچن او هره ورځ تری دمرګ ژوبلې خبرونه رارسیږي. په لویدیځو ولایتونوکې امنیت یوڅه خوندې دی، که څه امنیتې ځواکونه ددې هڅه کوې چې د طالب اورپکو د شراچونې مخه ونيسې خو بیا هم توانیږې یوه انداه خپل سرې عملونه لکه راکټي بریدونه، د ښوونې د ښځینه زده کوونکو ګواښل او پرې حملې کول او داسې نور په ځانګړې ډول په هرات کې د حکومت اوخلکو لپاره شته ننګونې دي.
د هیواد آرامې سیمې په عمومې ډول سره مرکزې (هزاره جات) او شمالې او شمال ختیځی سیمې دي، په کومو سیمو کې چې تاجکان میشت دي. خو بیا هم دغه سیمې د ټاکنو په رانږدې کیدو سره د بد امنۍ په لورې روانې دي. د لړم په ۱۵ مه د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د ټاکنو د عامه پوهاوې د یوه کارکوونکي وژل کیدل، د کندز په ولایت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا په یوه نوماند وژونکې برید، د بغلان په ولایت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو له ډلې څخه د یوه نوماند د کمپاین د مسوول وژل کیدل د همدې میاشتې (لړم) په وروستیو کې، دا ټول هغه څه دي چې په دغه نسبتاً با امنه سیمه کې ېې د خطر زنګ وهلې او د ټاکنو په رارسیدو سره د بد امنۍ په لورې روانې دي.
د شمالې ولایتونو له ډلې څخه یو هم کندز دې چې د نورو ولایتونو په پرتله په کې امنتې حالات یو څه خراب دي، کندز دطالبانود واکمنۍ پر مهال په شمال زون کې د طالبانو د راغونډیدو یو مهم او کلیدی ولایت وو. د شمال نور ولایتونه لکه بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب د کندز په پرتله یوه اندازه آرامه په سترګو کیږي.
په شمالې زون کې د نا امنۍ لامل څه شې دی؟
دکندز ځاېې چارواکې وایې د امریکا متحده ایالاتو موافقه له روسیی او د هغوې داکمالاتی لارې بدلون او مسیر یې له سویل څخه د شمال په لورې او دهغې تیریدل له کندز څخه هغه څه دې چې په دغه ولایت کې طالب وسله وال را غونډ او د امنېتې ستونزو د ټوکیدو لامل ګرځیدلې. دکندز والې محمد عمرد طالبانو زیاتیدل په دغه ولایت کې د
ناټود ترانزیتې لاری د تیریدو له امله دي؛ اما دحکومت د سیاسي مخالفینو په وړاندې نا ارامې په ځانګړې ډول په کندز کې د ارګ دننه دسیسې بولې او واېې دغه دسیسې د ټاکنوپه پروسه کې دخلکو د کم رنګه ګډون لپاره ترسره کیږي. د حکومت سیاسي مخالفین په ځانګړي ډول ملې جبهه پدې پوهیږې چې تر ټولو زیات پلویان په شمال کې لري او د خلکو کم رنګه ګډون د ټاکنو په پروسه کې د حکومت په ګټه او د جبهه په زیان دي. فاضل سانچارکې وایې په حکومت کې دننه ځېنې کړۍ نه غواړې شمال آرام او غلې اوسي.
دغه راز څه موده وړاندې د بلخ والې عطاء محمد نور د حامد کرزې له ضده د داکتر عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ، او وی ویل:" د ارګ داخل څخه د شمال په بد امنۍ کې لاسونه دي". د ښاغلې نور دغه خبرې د هغه په شمال زون کې د تیرو اختلافاتو څخه سرچینه اخلي. د حکمتیار پورې تړلی د حزب اسلامې او د ربانې پورې تړلې د جمیعت اسلامې ډلی قوماندانان خپلمنځې جګړې په یاد لري، ارګ ته نږدې ډله چې زیاته برخه یې د حزب اسلامي ډلې غړي جوړوي د عطاء محمد نور دې خبرو ته متوجه دي. نوموړې د جهاد په کلونو کې د بلخ، سمنګان او سرپل په ولایتونو کې د جمیعت اسلامي ډلې پورې تړلې قوماندان وو. هغه لفظې شخړې چې د حزب اسلامې د ډلې قوماندانان او د بغلان، سمنګان او جوزجان والې جمعه خان همدرد ترمنځ رامنځ ته شول د لسګونو انسانانو د وژنې سبب د جوزجان په ولایت کې وګرځید ، چې وروسته د حامد کرزې ملاتړ له ښاغلې همدرد څخه په کرزې نیوکه کوونکې دې ته متوجه او پیدا یې کړه چې کرزې ته نږدې د حزب اسلامي ډلې ځینې غړې د شمالې زون د نا امنۍ سبب ګرځي. دغه راز کېداې شې یو بل لامل هم پدې ورستیو کې د حامد کرزې تړون د دوستم او محقق سره وي، کوم چې د عطاء محمد نور سیاسي سیالان شمیرل کیږي، دغه دواړه ملې اسلامي جنبش د جنرال دوستم په مشرۍ او حزب وحدت اسلامې ګوند د حاجې محمد محقق په مشرۍ ګوندونه د نور په وړاندې د بلخ په ولایت کې ستر سیاسي سیالان دي کومو چې په راتلونکو ټاکنو کې له حامد کرزې څخه خپل ملاتړ اعلان کړې دی. کله چې دوستم له حامد کرزې څخه خپل ملاتړ اعلان کړې حامد کرزې هم جنرال دوستم ته د مسلحو قواؤ د ریس ارکان تعلیق شوې دنده بیرته وروسپارله، کومه چې لا له وړاندې د ترکمن تبارانو د مشر اکبربای او جنرال دوستم ترمنځ د اخ وډب له امله د تعلیق حالت ته غورځیدلې وه.
دامهال د حکومت او نورو سیاسي ډلو ترمنځ بیلا بیل تړونونه او جهت نیول په مرکز او شمال کې هغه څه دې چې په شمالې زون کې یې د راتلونکو ټاکنو په وړاندې امنیت یوه اندازه ترینګلې کړې دی.
طالبان چې د تل لپاره د نا آرامیو او حملو مسولین بلل شوي، د شمال زون د وروستیو پیښو په وړاندې ( دولایتي شورا دیوه نوماند وژل کیدل، د بلخ په چمتال کې د ټاکنو دعامه پوهاوې یو کارکوونکې، د بغلان په ولایت کې د ملا عبدالسلام راکټی د ټاکنیزو سیالو د مسؤل وژل کیدل)، یې هیڅ کوم څه نه دي ویلې او نه یې هم ددغو پيښو مسؤلیت په خپله غاړه اخیستې دی. بل لورې ته د ټاکنو د خپلواک کمیسېون د ریس په وینا طالبان نه یواځې داچې د ټاکنو بهیر نه ټکنې کوې بلکه له په ځینو سیمو کې ددې ډلې غړو د راې ورکوونې کارتونه هم ترلاسه کړي دي. نو د شمالې زون نا امني د ټاکنو د ګډوډیدو لپاره د طالبانو له لورې ترسره کیږي، او که نور لاملونه لري؟
څو اونۍ وړاندې د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند حامد کرزې په لومړې مرستیال محمد قسیم فهیم د کندز او تخار په منځ د خان آباد په سیمه کې وسله وال برید ترسره شو چې له امله یې تصویراخیستونکې ټپې او خپله فهیم بچ شو. شیبه وروسته طالبانو د دغه برید مسؤلیت رسنیو سره په خبروكې په خپله غاړه واخیست او زیاته یې کړه چې دبرید موخه یې قسیم فهیم وو؛ خو له همدغې پیښې څخه دوه ورځې وروسته په لویدیځ ولایت بادغیس کې د ځایې چارواکو او طالبانو ترمنځ د ډزبندۍ خبر ورکول شو. ددغه خبر د جزیاتو په اړه سیمه ایزه چارواکو ویلې چې وسله وال طالبان به په دغه ولایت کې د رای ورکونې په مرکزونو بریدونه نه کوي، پداسې حال کې دغه خبر په خپله طالبانو رد کړ خو قضیه په مبهم او شکمن ډول پاتې شوه. دغو پیښو ته په کتو سره د شمالې زون امنیتې حالات ورځ تر بلې خراب او پوښتنې راولاړوونکې په ګوته کوي.
په عموې ډول سره دغو پیښو ته په کتو سره دا پوښتنه رامنځ ته کېږې چې آیا د ناټو ځواکونو عملیات په سویلې ولایت هلمند او ددغه ولایت د یو شمیر ولسوالیو آزادول د طالبانو له ولکې څخه، په شمالې زون کې د ناامنیو راپیدا کیدل یواځی هغه څه دي چې غواړې د ناټو ځواکونو فشار په سویل کې په طالبانو راکم کړي، او یا هم ددې مسلې ترڅنګ د دولت په منځ کې د سیاسي ډلو ټپلو جوړول دي چې د شمال په نا امنۍ کې یې مرسته کړې ده؟

