د راې ورکونې پرمهال د یوه خبریال رول مخکې له مخکې حساس دی. دا ډيره اړینه ده چې خبریال بیلابیل اسناد چې وکولای شې د هغه د بریالۍ ښکارندویې وکړي له ځانه ولري، دغه اسناد او مدارک باید، د نوم ، تصویر، د اړونده خبری بنسټ نوم او کارت، څخه عبارت دي. د ټاکنو د ورځې لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسېون ځانګړي مطبوعاتې کارتونه جوړ کړي، چې خبریالان کولای شې له دې کارتونو څخه په ګټې اخیستو سره د رای ورکوونې په مرکزونو کې شتون ولري.
هغه مهال چې تاسې د رای ورکوونې یوه مرکز ته ننوځۍ، لومړی باید د دمرکز مسوول ته خپل ځان ورپیژنۍ، د نوموړې په اجازې سره کولای شۍ مرکه ترسره کړي او یا هم له هغه ځاې څخه تصویر یا فلم واخلۍ. په ضمن کې تاسې کولای شۍ د رای ورکوونې بهیر مشاهده او وڅارۍ.
هغه کارونه چې باید ترسره یې نه کړﺉ
• د رایو د محرمیت لپاره باید هیڅ ستونزه رامنځ ته نه کړي.
• هیڅ څوک د خپلې خوښې وړ نوماند ته د رای ورکوونې لپاره نه تشویق کوﺉ.
• خپل ځان باید د نوماند او یا سیاسي ګوند استازې خلکو ته ور ونه پیژنې.
• مهر، موم او یا هم قفل د یوه صندوق مه پرانیزﺉ.
پورته ذکرشوې اعمال جرم پیژندل کیږي. او په ضمن کې د داسې اعمالو ترسره کول د رسنۍ صلاحیت او اعتبار ترپوښتنې لاندی راولي.
تاسو دیوه خبریال په عنوان د رای ورکوونې په یوه مرکز کې د هماغه مرکز د رییس په صلاحیت سره کولای شۍ حضور ولرۍ. که چیرې ستاسو عمل مناسب نه وي، ددی امکان شته چې ستاسو رسنۍ د رسنیو له ځنځیر یا لست څخه کومې چې دراې ورکوونې په مرکز کې د ننوتلو اجازه لري، پاک شي.
رسنۍ کولای شي د ادارو د ناسمې ګټې اخیستنې په ښکاره کولو کې مهم رول ولوبوي. د دیموکراسۍ ملې انستیتیوت (NDI) لاندي ټکې د انتخاباتې څارونکې لپاره وړاندیز کوي، چې کولای شې د همدې ټکو په نظر کې نیولو سره د غوره خبریالانو په کتار کې راشې او هم ټاکنې ترغوره خبرې پوښښ لاندی راولي.
هڅه وکړﺉ چې لاندی موضوعات هریو په جلاجلا ډول وڅارۍ، تحقیق وکړۍ او هغه رای ورکوونکې چې له دې څخه یې زیان لیدلې او ماثره شوې وې، ثبت کړﺉ.
• ناعادلانه هڅې: په رای ورکوونکو یا هم د ټاکنو په ترسره کوونکو مسؤلینو ددې تاثیر اچول چې بډی ورکړي، د استخدام وعده، ګواښل، ویره، د ټاکنو لپاره سازمان شوې ګډوډۍ او په نامتوازنه توګه د ټاکنو له بهیر څخه د رسنیو لاس رسی.
• نفې او یا هم د رای ورکوونکو د حقوقو په نظر کی نه نیول: د رای ورکونې د مرکزونو د نه پرانیستو ، د میرمنو لپاره برابرو امکاناتو نه برابرول، د ښځینه کارکوونکو د کمبود، د رای ورکوونې د نامکملو موادو توزیع.
• درغلي، موضوعات د بیلګې په ډول، د رای اچونې په صندوق کې لاس و هنه، د صندقونو ډکول، د رای پاڼو تخریب،د رایو سم نه شمیرل، دنادرستو معلوماتو ورکول رسنیو ته، دوهم ځل رای ورکوونه، او یا هم د ددې هڅه کول چې د دوهم ځل رای ورکونې لپاره دخپل ګوتې رنګ پاک کړي.
• اکمالاتې ستونزی: د رای پاڼو کموالې، د کافې رنګ نه شتون یا هم د رنګ د کیفت خرابوالې، د کافې محرمیت یا سری توب نشتوالې د رای لپاره، د ټاکنو دکارکوونکو نشتوالې، د رای ورکوونې د مرکزونو په پرانیستو کې وروسته والې، او یا هم له ټاکل شوې مهال څخه د مخه د راې ورکوونې د مرکزونو تړل.
• مدنې زده کړی: رای ورکوونکي د رای ورکوونکې له پروسې څخه سمه آګاهې ونه لري، څو رای ورکوونکې د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.
•
ځینې له نهادونوڅخه د رسنیو په ګډون، له ټاکنو څخه وروسته نظرپوښتنه ترسره کوي چې زیاته برخه یې له خلکو سره لنډې مرکې د ټاکنو د پایلو په اړه وي. د ټاکنو دخپلواک کمیسېون د رسنیو د مقرراتو لمخې پداسې حال کې چې د رای ورکوونه روانه وي د دارنګه نظرپوښتنو خپرول، د قانون خلاف عمل دی.
خبری رسنۍ کولای شي خپل خبریالان د رای شمیرنې په مرکزونو کې ولري؛ خو د ټاکنو د پایلو اعلان موضوعې دې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسېون له لوری اعلانیږي.
( دغه ټکې " په زیمبابوې کې له ټاکنو څخه د څارنې د پروژی" په استناد چې د ناروې د نړیوالې پراختیایې نمایندګۍ په مټ جوړه شوې، چمتو شوې دي.)

